سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د سید جلال په نوم د پنجشیر د یو اوسیدونکي جسد د طالبانو له خوا تر نیول کیدو دوه ورځې وروسته موندل شوی دی.
د دغه ځوان پر بدن د سختې شکنجې نښې لیدل شوي دي .
طالبانو سید جلال د کابل په خواجه بغرا سیمه کې له خپل دوکان څخه نیولی و. د هغه کورنۍ د دوشنبې په ورځ جسد ترلاسه کړ؛ ویل کیږي چې د هغه مشر ورور هم څو میاشتې مخکې په ورته ډول وژل شوی و .
دا پیښه د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د پنجشیر د خلکو د نیولو او ځورولو یوه برخه ګڼل کیږي. تر دې مخکې هم د طالبانو په زندانونو کې د ورته وژنو ډیر راپورونه ورکړل شوي دي .