طالب ځواکونو په پنجشېر ولایت کې د تېر حکومت یو پولیس افسر، فرید احمد پنجشېری د درې په ولسوالۍ کې نیولی دی . سرچینې وايي چې دغه پخوانی پوځي د جمهوریت له سقوط وروسته په کرنه بوخت و او هېڅ ډول سیاسي یا پوځي فعالیت یې نه درلود .
طالبانو نوموړی نامعلوم ځای ته وړی او کورنۍ یې د هغه له برخلیک څخه خبره نه ده . سره له دې چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې، خو د پخوانیو پوځیانو نیول او شکنجه کول لا هم دوام لري چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي .