داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان په اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیست. په دې خونړۍ پېښه کې یوه ځانمرګي بریدګر د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول.

دا برید د «خدیجه الکبری» په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو او له ۱۶۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل. دې ترهګریز عمل یو ځل بیا په سیمه کې د داعش د مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو او د مذهبی اقلیتونو د په نښه کولو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکي د دې پېښې د اړخونو څیړنه کوي، خو د داعش لخوا د مسؤلیت منل د دې هیواد په پلازمینه کې ژورې امنیتي ننګونې ښيي. دې ډلې تر دې مخکې هم په پاکستان او افغانستان کې پر مذهبي ځایونو ورته بریدونه کړي دي.

Author