د هلمند ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو یو قومندان هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې په زور د خلکو یوه کور ته ننوځي. دغه پېښه د مارجې ولسوالۍ په پنځمه حوزه کې شوې او وژل شوی قومندان «زاهد» نومېده .
سرچینې زیاتوي چې کله د کور خاوندانو دروازه خلاصه نه کړه، د طالبانو وسله والو هڅه وکړه چې په زور کور ته ننوځي. د راپورونو له مخې، د همدې ناندرۍ او نښتې په ترڅ کې قومندان زاهد وژل شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
د خلکو په وینا، د طالبانو له خوا د شخصي حریم نقض او په خپلسري توګه د کورونو پلټل کومه نوې خبره نه ده. پخوا هم ورته پېښې شوي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي، خو دا ځل د خلکو مقاومت د طالب قومندان د وژل کېدو لامل شو .

افغانستان #هلمند #مارجه #طالبان #شخصيحریم #نښته #امنیت #پښتوخبرونه #بشري_حقونه #خبرونه

Author