د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د تاجیکستان له سفیر سعدي شریفي سره وکتل. په دې لیدنه کې متقي وویل چې طالبان له تاجیکستان سره د اړیکو پراخولو ته ژمن دي او هېڅوک نشي کولی د دوی دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي.
د تاجیکستان سفیر په دې ناسته کې وویل چې دوشنبه د پولې په اوږدو کې د مهمو اقتصادي پروژو پلان لري او غواړي د شته واقعیتونو پر بنسټ له کابل سره اړیکې پراخې کړي. دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمېټې د جوړېدو او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دا خبرې اترې په داسې حال کې کیږي چې تاجیکستان په پوله کې د مخدره توکو د قاچاق او نښتو په اړه اندېښنه ښودلې ده. تاجیک چارواکو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له افغانستان سره په پوله د نیول شویو مخدره توکو کچه لوړه شوې ده.

امیرخانمتقي #تاجیکستان #ډیپلوماټیکېاړیکې #افغانستان #کابل #پوله #مخدرهتوکي #امنیت #طالبان #اقتصاديهمکاري

Author