د متحده عربي اماراتو د یوې مشهورې ډیپلوماتې، هند العویس او امریکايي تورن جفري اپسټین ترمنځ د پخوانیو ایمیلونو افشا کېدل ګڼ غبرګونونه پارولي دي. دا اسناد ښيي چې هغې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې له اپسټین سره نږدې اړیکې درلودې او حتی د خپلې خور د لیدو لپاره یې ورسره خبرې کړې وې.
که څه هم پر هند العویس د کوم جرم تور نشته، خو خلک پوښتنه کوي چې ایا اپسټین په ملګرو ملتونو کې د هغې په دنده ګمارلو کې رول درلود؟ په ایمیلونو کې لیدل کېږي چې اپسټین هغې ته د داسې کسانو د ورپېژندلو ژمنه کړې وه چې د هغې له راتلونکي کار سره مرسته کولی شي.
د دې جنجالونو له زیاتېدو وروسته، مېرمن العویس خپله د اکس (ټویټر) پاڼه بنده کړه. هغه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله وه، اوس د دې پوښتنو سره مخ ده چې ولې یې د ماشومانو د جنسي ځورونې له یوه مجرم سره اړیکې ساتلې وې.

امارات #جفرياپسټین #هندالعویس #نړیوالخبرونه #پښتو #رسوايي #ملګريملتونه #ډیپلماسي #مینځنی_ختیځ

Author