د بلخ د والي دفتر اعلان کړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د نویو پوځي قطعاتو د جوړولو فرمان صادر کړی دی. د دغه حکم له مخې، ټاکل شوې چې د هیواد په اوو زونونو کې د زر کسیزو واحدونو په جوړولو سره د دې ډلې پوځي ځواک پیاوړی شي.
تر اوسه د دغو نویو ځواکونو د ځانګړي ماموریت په اړه دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي. په شمالي ولایتونو کې د دې قطعاتو جوړول ښایي په دې ستراتیژیکو سیمو کې د واک او امنیت د ټینګښت لپاره د طالبانو د ډلې د پاملرنې نښه وي.
د پوځي مسایلو ترڅنګ، د طالبانو مشر د ښاري لوحو په اړه هم یو بل امر ورکړی دی. د دې فرمان له مخې، په شمالي سیمو کې لګول شوي څو ژبیزې لوحې باید بدلې نه شي، چې ښایي موخه یې په دغو ولایتونو کې د سیمه ییزو ژبو ساتنه وي.