د ناسا ساینس پوهانو په یوې نوې څیړنه کې ویلي چې په مریخ کې موندل شوي عضوي مرکبات یوازې د طبیعي او غیر بیولوژیکي پروسو له لارې نه شي تشریح کیدی. د ناسا “کنجکاوی” (Curiosity) روور په ۲۰۲۵ کال کې په مریخ کې داسې مواد وموندل چې کیدای شي د پخوانیو غوړ اسیدونو پاتې شوني وي، کوم چې معمولاً د ژوندي موجوداتو لخوا تولیدیږي.
څیړونکو د ریاضيکي موډلونو او لابراتواري ازموینو په مرسته ثابته کړې چې حتی که شهاب ډبرې هم په مریخ لګیدلې وي، بیا هم د دې موادو دومره ډیر مقدار نشي توجیه کولی. دوی اټکل کوي چې شاوخوا ۸۰ ملیونه کاله پخوا به دلته ډیر عضوي مواد موجود وو، چې دا د مریخ په لرغوني تاریخ کې د ژوند د شتون امکان زیاتوي.
که څه هم دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو پوهان وايي چې لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. دوی باید پوه شي چې په مریخ کې عضوي مواد څومره ژر له منځه ځي مخکې له دې چې د ژوند د شتون یا نشتون په اړه پریکړه وکړي. دا څیړنه د کائنات په اړه زموږ پوهه لا پسې پراخوي.

ناسا #مریخ #فضا #ساینس #پښتوخبرونه #فضاييڅیړنې #کنجکاویروور #عضويمواد #دژوندلټون #استروبیولوژي #علمي_پرمختګ

Author