د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې پاکستاني ځواکونو تیره شپه د پکتیا ولایت د سمکني ولسوالۍ ځینې برخې د هاوان تر بریدونو لاندې نیولي دي. د دوی په وینا، دا مرمۍ پر استوګنیزو کورونو لګیدلي خو ځاني تلفات یې نه دي اړولي .
دا نښتې په داسې حال کې اوومې ورځې ته ننوځي چې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زور اخیستی دی. پاکستاني الوتکو تر دې مخکې د بګرام اډه او په ننګرهار او کندهار کې قول اردوګانې هم بمبار کړي وو .
دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه تلفات اړولي، خو دقیق ارقام لا د خپلواکو سرچینو لخوا نه دي تایید شوي. د تیرې شپې د بریدونو په اړه د پاکستاني چارواکو چوپتیا لا هم دوام لري .

پکتیا #پاکستان #طالبان #راکټيبریدونه #افغانستان #سرحديتاوتریخوالی #سمکني #جګړه #پوځي

Author