بنیامین نتن یاهو، د اسرائیلو لومړي وزیر د اسلامي جمهوریت سره د جګړې له پیل وروسته په خپله لومړۍ خبري ناستې کې اعلان وکړ چې اسرائیل د ایران له خوا ټولې ګواښونه له منځه وړي.

نتن یاهو وویل چې اسرائیل د اسلامي جمهوریت اټومي پروژې ته سخت ضربې ورکړې او د ایران یو شمیر لوړ پوړي اټومي ساینس پوهان وژل شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې که اسرائیل او امریکا په چټکۍ سره عمل نه وای کړی، اسلامي جمهوریت کولای شول خپل نظامي زیربناوې د ځمکې په ژورو کې ځای پر ځای کړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړه چې هغه تقریبا هره ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پرمختګونو په اړه خبرې کوي.

#نتن\_یاهو #اسرائیل #ایران #اټومي\_پروګرام #ټرمپ

Author