د هالنډ چارواکو تایید وکړ چې د شنبې په سهار د حوت ۲۳ نېټه په امستردام کې د یهودیانو په یوه مرکز کې چاودنه وشوه. د امستردام ښاروال دا پېښه د یهودي ټولنې پر وړاندې یو قصدي برید وبلله.
فمکه هالسما، د امستردام ښاروال، وویل چې چاودنه په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې چې د ښار په سویل کې په یوه مجلل استوګنیزه سیمه کې موقعیت لري. پولیسو او اور وژونکو په چټکۍ سره پېښې ځای ته ورسېدل او چاودنې محدودې زیانونه رامنځته کړل.
د امستردام ښاروال ټینګار وکړ چې په دې ښار کې یهودیان په زیاتېدونکي ډول د یهودي ضد چلند سره مخامخ دي او دا وضعیت د منلو وړ نه دی. #امستردام #هالنډ #یهودي\_ضد #چاودنه