د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف ښار کې د نامتو ترکمن شاعر مخدوم قلي فراغي د یادګاري څلي له بیارغونې تود هرکلی وکړ. دا څلی د کلتورپالو او سوداګرو په مالي ملاتړ بېرته رغول شوی دی.
د دې وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د دې ستر شاعر ادبي میراث نه یوازې د ترکمنانو بلکې د ټولې سیمې لپاره ارزښتناک دی. د مخدوم قلي اثار د کلتور په دودولو او د ځوان نسل په روزنه کې مهم رول لوبوي.
مخدوم قلي فراغي په دولسم هجري لمریز پېړۍ کې ژوند کاوه او افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته یې ډېر سفرونه کړي وو. د هغه د یادګاري څلي بیارغونه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ژورې کلتوري اړیکې په ډاګه کوي.
#مخدوم\_قلي\_فراغي #مزارشریف #افغانستان #ترکمنستان
🌐