د کازان خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې ژر تر ژره د روسیې د تاتارستان جمهوریت، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ یو نوی ترانزیتي دهلیز رامنځته شي. دا درې اړخیزه هوکړه به د می په میاشت کې د کازان فورم غونډې په څنډه کې لاسلیک شي.

دا نوې سوداګریزه لار د شمال او سویل دهلیز لپاره د یوه مهم ځای ناستي په توګه په پام کې نیول شوې ده. په ایران کې نښتو او د پخوانیو لارو ستونزو ته په کتو، دا دهلیز کولای شي د روسیې او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد لپاره یوه ډاډمنه لار واوسي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د دې سوداګریزې طرحې له اصلي ملاتړو څخه دی. تمه کېږي چې له تاتارستان څخه د حلالو محصولاتو لومړنۍ کارګو ګانې به ژر د دې خوندي لارې له لارې د افغانستان بازارونو ته ورسېږي.

#سوداګري #روسیه #افغانستان #ترانزیت #تاتارستان

🌐

Author