نوي راپورونه ښیي چې د هرات ولایت په ده میري کلي کې د جمعې ورځې په وسله وال برید کې دیارلس کسان وژل شوي او نهه نور سخت ټپیان دي. د قربانیانو په منځ کې دوه ښځې او یو اتلس کلن ځوان هم شامل دي.
د دې پېښې ټول قربانیان شیعه ملکیان وو چې په دې ولایت کې یوه زیارت ته څېرمه د تفریح لپاره تللي وو. د یوې کورنۍ درې غړي چې یو درې شپېته کلن پلار او دوه زامن یې دي، هم په کې وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې هدفي وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو اعلان کړی چې د دې خونړي برید په تړاو یې یو کس نیولی دی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
🌐 #افغانستان #هرات #امنیت