نویو راپورونو ښودلې چې د افغانستان په اقتصاد کې د اوراسیا سیمې د هیوادونو پانګونه شاوخوا دوه سوه ملیونه ډالرو ته رسیدلې ده. دا پانګونه تر ډیره د مرکزي اسیا هیوادونو لخوا چمتو شوې ده.
قزاقستان په دې بهیر کې یو له اصلي لوبغاړو څخه دی او د تورغونډۍ څخه تر هرات پورې د اورګاډي پټلۍ جوړولو پروژې په پام کې لري. ترکمنستان هم د ټاپي ګازو نل لیکې سره مهم رول لوبوي.
ازبکستان هم د ګازو د ساحو د پراختیا لپاره لسګونه ملیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د دې اقتصادي پروژو پراختیا په کلکه د امنیتي وضعیت او نړیوالو مالي سیسټمونو ته په لاسرسي پورې تړلې ده.
#اقتصاد #افغانستان #پانګونه #اوراسیا
🌐