د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې د امریکا د سمندري کلابندۍ د دوام په صورت کې به د هرمز تنګی وتړل شي. هغه ټینګار وکړ چې د کښتیو تګ راتګ به یوازې د ایران په رسمي اجازه ترسره کیږي.

د ایران د پارلمان رییس د دونالد ټرمپ څرګندونې دروغ وبللې او ویې ویل چې خلک به د دې رسنیزې جګړې تر اغیز لاندې را نه شي. دا تند غبرګون وروسته له هغې وښودل شو چې ټرمپ د سمندري کلابندۍ پر ساتلو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې امریکایي چارواکو له ایران څخه د غني شوي یورانیمو د ایستلو په اړه خبرې کړي دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې غني شوي یورانیم به هیڅ ځای ته ونه لیږدول شي.

#هرمز\_تنګی #ایران #امریکا #یورانیم

🌐

Author