د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی چې اسراییل د نورو نظرونو ته له پام پرته د امریکا لپاره یو لوی متحد دی. هغه اسراییل زړور، وفادار او ډیر هوښیار توصیف کړی دی.

ټرمپ د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د ګډې جګړې په اړه د ناټو وروستي دریځ ته په اشارې سره وویل چې اسراییل پوهیږي چې څنګه بریالی شي. هغه زیاته کړه چې نورو متحدینو د جګړې او فشار په شیبو کې خپله اصلي او کمزورې څیره ښودلې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې نیویارک ټایمز له ایران سره جګړې ته د امریکا په راښکلو کې د اسراییلو رول اغیزمن بللی دی. د امریکا د کانګرس یو شمیر دیموکرات غړو د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو او دې جګړې ته د ننوتلو په اړه سختې نیوکې کړې دي.

#ډونالډ\_ټرمپ #اسراییل #امریکا

🌐

Author