د اتریش حکومت له اوزبیکستان سره د یوه نوي تړون لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي ترڅو د افغان کډوالو د ایستلو نوې لار پرانیزي. ټاکل شوې چې دا هوکړه لیک د مۍ میاشتې په نیمایي کې په رسمي ډول لاسلیک شي. د اتریش د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د همدې موخې لپاره اوزبیکستان ته سفر کوي.
د دې طرحې اصلي موخه اوزبیکستان ته د افغان پناه غوښتونکو لیږدول او بیا افغانستان ته د هغوی بیرته ستنول دي. د اتریش کابینې دا جنجالي طرحه د اپریل میاشتې په پیل کې تایید کړه. دا اقدام په اتریش کې د پناه غوښتنې د سختو پالیسیو یوه برخه ګڼل شوې ده.
اتریشي چارواکو ټینګار کړی چې د دې هوکړې سره به د پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ګړندی شي. له تیر میلادي کال راهیسې، اتریش څو افغان وګړي خپل هیواد ته ستانه کړي دي. د بشري حقونو فعالانو د دې بهیر په اړه اندیښنه ښودلې ده.
#کډوال #اتریش #افغانان
🌐