د تخار پوهنتون یو شمېر محصلینو چې د بېلابېلو ولایتونو دي، ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې خپله اعاشه نه ده ترلاسه کړې. دغه محصلین د دې پیسو په ورکړه کې د ځنډ له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د کور کرایه او د خوړو برابرول ورته ډېر ستونزمن شوي دي.
محصلین وايي چې وروستۍ پیسې ورته د تېر کال د تلې په میاشت کې ورکړل شوې وې. دوی د لرې پرتو ولسوالیو څخه دې پوهنتون ته راغلي او مناسب مالي توان نه لري. په تخار کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره کوم اغېزمن ګام نه دی پورته کړی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت دې محصلینو ته د اعاشې په نوم کمه اندازه پیسې ځانګړې کړې دي. اوږدمهاله ځنډ د دې لامل شوی چې ځینې محصلین پوهنتون پرېږدي. معترض محصلین وايي چې حتی په چوپتیا ګواښل شوي او ځینې یې په کانونو کې کار کوي.
#پوهنتون #تخار #افغانستان
🌐