د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ژر ایستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د دې کسانو جبري ستنول هغوی له جدي امنیتي او معیشتي ګواښونو سره مخ کوي. د ناقانونه کډوالۍ د ځپلو لپاره د اروپايي ټولنې فشارونه زیات شوي دي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، افغان کډوال داسې یوه هېواد ته ستنول کېږي چې ډېره برخه وګړي یې له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي. اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او تېرو جګړو په افغانستان کې میلیونونه کسان بې ځایه کړي دي. ښځې او نجونې هم د زده کړې او کار پر وړاندې له سیستماتیکو خنډونو سره مخ دي.

شمېرې ښيي چې زرګونو افغان وګړو له اروپايي هېوادونو د وتلو امر ترلاسه کړی دی. ډېری دا کسان د بالکان په خطرناکو لارو کې د قاچاق وړونکو له ناوړه ګټه اخیستنې او غیر انساني شرایطو سره مخ شوي دي. د نړیوالو بشردوستانه مرستو کمښت هم په افغانستان کې وضعیت لا خراب کړی دی.

#افغان\_کډوال #ایستل #اروپا

🌐

Author