د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه اونۍ کې د دویم ځل لپاره تهران ته سفر کړی ترڅو له ایراني چارواکو سره د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي. هغه تر دې مخکې د ایران له ولسمشر سره هم کتلي وو.
په دې لیدنو کې د ایران ولسمشر د پاکستان، افغانستان او عراق له همکارۍ ستاینه وکړه چې د دوی خاوره د ایران پر ضد نه کارول کېږي. هغه په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د اسلام آباد ډیپلوماتیکې هڅې ډېرې مثبتې و ارزولې.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي ترڅو منځګړیتوب وکړي او د جګړې د لا پراخېدو مخه په بشپړ ډول ونیسي.
#پاکستان #ایران #سیمه
🌐