په هلمند ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په خانشین ولسوالۍ کې د تېرو جګړو څخه د پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او د هغوی مور ټپي شوې ده. دا زړه بوږنونکې پېښه د چهارشنبې په سهار رامنځته شوه.
په هلمند کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قومانداني وايي چې دې ماشومانو مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه. مرګونې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دوی مرمۍ په اور کې واچوله. ټپي شوې مور د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوې ده.
د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې لسګونه کسان د ماینونو د چاودنو له امله وژل شوي دي. د دې قربانیانو لویه برخه ماشومان جوړوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې اغیزمن شوي دي.
#هلمند #چاودنه #ماشومان
🌐