د چین د سوداګرۍ وزارت د نشه یي توکو د تولید د مخنیوي په موخه د افغانستان په ګډون څو هیوادونو ته د ځینو کیمیاوي توکو پر صادراتو کنټرول لګولی دی. دا پریکړه د بیلا بیلو دولتي او ګمرکي ادارو په همغږۍ شوې ده.

د افغانستان لپاره په دې محدودیت کې د کیمیاوي توکو یوڅلوېښت ډولونه شامل دي. امونیم کلورایډ، باریوم سلفیټ او پالادیوم کلورایډ هغه مرکبات دي چې افغانستان ته یې پر لیږلو سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د دې پریکړې د پلي کیدو له پیل راهیسې، د دې توکو صادرونکي باید ځانګړی دولتي جواز ترلاسه کړي. دا محدودیتونه پر هغو صادراتو د څارنې د ښه والي په موخه وضع شوي چې د نشه یي توکو په تولید کې کارول کیږي.

#افغانستان #چین #کیمیاوي\_توکي

🌐

Author