اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده تحریک طالبان پاکستان ته خبرداری ورکړی چې خپل بریدونه ودروي. هغه ټینګار کړی چې له دې پرته به دوی خپل ملاتړ له لاسه ورکړي.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې دا پیغام د افغان طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په سیمه کې وسله والې ډلې کنټرول کړي. خو د پاکستان حکومت دا اقدام کافي نه بولي او په عمل کې د ریښتیني بدلون غوښتنه کوي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې تر اوسه د طالبانو د حکومت په تګلاره کې کوم څرګند بدلون نه دی لیدل شوی. دا په داسې حال کې ده چې کابل تل پخپله خاوره کې د وسله والو ډلو شتون رد کړی او دا د پاکستان کورنۍ مسله بولي.

#پاکستان #امنیت #افغانستان

🌐

Author