د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف پر سویلي لبنان او بیروت ښار د اسرائیل د پرله پسې بریدونو په غبرګون کې جدي خبرداری ورکړی دی. هغه ټینګار کړی چې تهران ممکن د خبرو اترو لاره بنده کړي او له اسرائیل سره په مخامخ پوځي جګړه کې ښکیل شي.

دغه لوړپوړي ایراني چارواکي پر امریکا او اسرائیل سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی په اوربند او خبرو اترو هیڅ باور نه لري. هغه زیاته کړه چې سمندري کلابندي او د هوکړو ماتول دا ښیي چې دا هیوادونه یوازې د ځواک او زور په ژبه پوهیږي.

په ورته وخت کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم وروستیو بریدونو ته د تهران د پریکنده او دردونکي ځواب خبر ورکړی دی. دا اندیښمنونکي پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ټاکل شوې وه د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند هوکړه د تیر اپریل په میاشت کې عملي شي.

#ایران #اسرائیل #منځنی\_ختیځ

🌐

Author