له اتیاوو څخه زیاتو امریکايي قانون جوړونکو د ډونالډ ټرمپ له حکومت څخه غوښتي چې هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ناامنو هیوادونو ته له لیږلو څخه ډډه وکړي. هغوی ټینګار کړی چې دا کسان باید په خوندي ځایونو کې ځای پر ځای شي.
په هغه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی په قطر کې د څه باندې یو زرو او سلو افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودل شوې ده. دا قانون جوړونکي وايي چې متحده ایالات باید د هغو کسانو پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی دی.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې کانګو غوندې هیوادونو ته د دې کډوالو د لیږدولو راپورونه خپاره شوي دي. د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې امریکا ته د افغان کډوالو راتګ درولی دی.
#کډوالي #افغانستان #امریکا
🌐