په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې دوامداره سولې ته رسیدل ټول شموله سیاسي خبرو ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې یوناما باید د دې مهم بهیر په اسانولو کې لا فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي فایق د یوناما د ماموریت غځولو ناسته کې وویل چې د واک انحصار او د ټولنې د پرګنو څنډې ته کول شته بحرانونه لا پسې ژوروي. هغه په سیاسي جوړښت کې د ښځو، ځوانانو، مذهبي ډلو او مدني ټولنو د با معنی ګډون غوښتنه وکړه.
د افغانستان استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو پر اصولو او هر اړخیز ګډون ټینګار وکړي. هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په هیواد کې د پایښت لرونکو حل لارو لپاره زمینه برابره کړي.
🌐 #افغانستان #ملګری\_ملتونه #یوناما #سیاست