د طالبانو حکومت چارواکو اعلان کړی چې فیض الله تمیم په زابل ولایت کې د نوي مرستیال والي په توګه ټاکل شوی دی. تر دې وړاندې جمعه خان فاتح په دې ولایت کې د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله چې اوس ګوښه شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند وایي چې دا تازه بدلونونه د دوی د مشر د مستقیم حکم پر بنسټ راغلي دي. په ورته وخت کې سیمه ییزې سرچینې په بدخشان ولایت کې د مشرتابه او جمعه خان فاتح تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو خبر ورکوي.

راپورونه ښیي چې دا اختلافات په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر د کنټرول له امله رامنځته شوي دي. جمعه خان فاتح یو نفوذ لرونکی قوماندان دی چې زرګونه وسله وال لري.

🌐 #زابل #بدخشان #افغانستان

Author