پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم له لارې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده. هره ورځ شاوخوا شپږ زره کسان د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته اړ کیږي چې دا هیواد پریږدي او افغانستان ته ستانه شي، چې دا یو بې ساري شمیر دی.
د پاکستان د پولیسو پراخو عملیاتو ډیری افغان کورنۍ اړ کړي چې تر نیول کیدو مخکې په خپله خوښه پاکستان پریږدي. د نوي طرزالعمل له مخې، دا کسان په اړوندو مرکزونو کې تر نوم لیکنې وروسته په رسمي موټرو کې پولې ته لیږدول کیږي ترڅو بیرته ښارونو ته ستانه نشي.
په ورته وخت کې، د سوداګرۍ پر مخ د تورخم پولې تړل کیدو د سوداګرو سخت غبرګونونه پارولي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم خبرداری ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر نیم ملیون ډیر افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.
#افغان\_کډوال #پاکستان #تورخم #اخراج
🌐