د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ټیلیفوني خبرې کړې دي. دا اړیکه د شنبې په ورځ د جولای په یوولسمه نیټه نیول شوې ده.
په دې خبرو کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی دی. د دوی د خبرو اصلي تمرکز د امریکا او ایران ترمنځ پر روانو خبرو اترو وو.
همدارنګه د سمندري لارو امنیت او د سیمې ثبات د دې خبرو نور مهم موضوعات وو. دا ټیلیفوني اړیکه د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو وروسته نیول شوې ده.
#سعودي\_عربستان #امریکا #ایران
🌐