په نورستان ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د یوه پوځي ټانک د چپه کیدو خبر ورکړی دی. دا پیښه د دې ولایت د نورګرام ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې دا حادثه د جمعې په ماښام د جولای په لسمه نیټه شوې ده. د دې ترافیکي پیښې په پایله کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ټپیان روغتون ته لیږدول شوي خو د هغوی د روغتیایی وضعیت په اړه جزییات نشته. د دې پیښې اصلي لامل د موټر ډیر سرعت او د دې ولایت خراب سړکونه بلل شوي دي.

#نورستان #افغانستان #ترافیکي\_پیښه

🌐

Author