د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وحید جلال زاده سره پخپله لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. متقي د دواړو خواوو ترمنځ قونسلي اړیکې د پرمختګ په حال کې بللې دي.
پدې ناسته کې د قونسلي خدماتو پر ښه والي او لا زیاتو سرحدي همغږیو ټینګار شوی دی. د طالبانو حکومت چارواکي وایي چې د خدماتو وړاندې کول باید خورا اسانه، چټک او له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم پدې لیدنه کې د قونسلي همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ. دا دیپلوماتیکې خبرې په داسې حال کې کیږي چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې لاهم دوام لري.
#طالبان #ایران #سیاست #افغانستان
🌐