د لوګر ولایت په مرکز قلعه حبیب الله سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی چې دا ټکر د کرولا ډوله موټر او یوه ریکشا ترمنځ شوی دی. د پېښې ټپیان سمدستي ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په هېواد کې لږ تر لږه سلګونه ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي. په دې پېښو کې له سلو ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
#افغانستان #لوګر #ترافیکي\_پېښه
🌐