په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې له زرو کیلوګرامو څخه ډېرې د بیروج قیمتي ډبرې یې پلورلې دي. دا ډبرې له ځايي کانونو څخه کیندل شوې دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د حکومت د کانونو رییس وویل چې دا ډبرې د داوطلبۍ له لارې د څه باندې سل ملیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي. د دې عایداتو یوه برخه د دولت خزانې ته لېږدول شوې ده.
د اوسنیو چارواکو لخوا د افغانستان د کانونو پراخه کیندنه او د هغې د محصولاتو پلور له نیوکو سره هم مخ شوی دی. د پنجشېر د زمرد او د نورو ولایتونو د کانونو په څېر د طبیعي زیرمو د پلور بهیر په چټکۍ سره پراخیږي.
#افغانستان #کونړ #کانونه
🌐