د بشري حقونو د څار سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغانستان د بشري حقونو او ښځو د محدودیتونو له امله په بد حالت کې دی.

په راپور کې راغلي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه، د بیان ازادۍ محدودول او مالي ستونزې د دې لامل شوي چې په میلیونونو کسان له لوږې سره مخ شي.

دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر افغان واکمنانو فشار راوړي ترڅو د ښځو او افغانانو بنسټیز حقونه تامین کړي.

#بشري_حقونه #افغانستان #د_حقونو_څار #د_ښځو_حقونه #خبرونه

🌐

Author