د یونان پلازمېنې اتن ته نږدې د اور وژنې د دوو هیلیکوپټرو د ټکر له امله دوه تنه سمدستي مړه شول.

په وژل شویو کې یو د یونان او بل د ډنمارک اتباع شامل دي، په داسې حال کې چې دوه نور کارمندان ژوندي ژغورل شوي دي.

په اروپا کې شديدې ګرمۍ او اورلګېدنو سلګونه کورونه ویجاړ کړي او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي.

#یونان #اورلګېدنه #اروپا #پېښې #خبرونه

🌐

Author