د مینځني ختیځ سترګه ویب پاڼه افشا کړه چې نړیوال جنایي محکمه، د طالبانو مشر او د سترې محکمې رییس د نیولو د علني حکمونو سربیره، د دوو نورو طالبان چارواکو د نیولو پټ حکمونه هم صادر کړي دي. دا حکمونه د درو قاضیانو له خوا صادر شوي دي.

دې ویب پاڼې ادعا کړې چې د محکمې پټو اسنادو ته لاسرسی لري چې ښیي نوي حکمونه د نویو شواهدو او ادعایي قربانیانو پر بنسټ صادر شوي دي. د دوو نویو چارواکو هویت د پروسې د پټ پاتې کیدو لپاره نه دی افشا شوی.

نړیوال جنایي محکمه د ۲۰۲۵ کال کې د شپږو هیوادونو د شکایت وروسته د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی و. هغو هیوادونو طالبان د منظم جنسیتي تبعیض تورن کړي وو.

#نړیوال\_جنایي\_محکمه #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان

🌐

Author