بامیان، هغه ښار چې د لرغونو اثارو او طبیعي منظرو له امله مشهور دی، اوس د کوڅو او عامو ځایونو کې د زبالو د ټولیدو له جدي ستونزې سره مخ دی. د پلاستیکي بوتلونو، شلو خریطو او د خوراکي توکو تشو بسته بندیو له امله د ښار ډیری ځایونه ناوړه ښکاري.
اوسیدونکي وایي چې د ښار په کچه د زبالو د ډبو نشتوالی او د ښاروالۍ لخوا اونیزه یوځلې ټولول د دې ککړتیا لوی لاملونه دي. خدیجه چې د بامیان اوسیدونکې ده وویل: «له یوې سه شنبې تر بلې سه شنبې پورې موټر زباله راټولوي.»
ځینې اوسیدونکي باور لري چې د ښار پاکوالي یوازې د ادارو دنده نه ده. د هغه ښار لپاره چې ګردشګري یې د طبیعت او تاریخي اثارو پورې اړه لري، د چاپیریال ککړتیا کولای شي د دې صنعت راتلونکې هم له ګواښ سره مخ کړي.
#بامیان #د\_چاپیریال\_ککړتیا #زباله #د\_افغانستان\_ګردشګري