د افغانستان متحده جبهه اعلان وکړ چې د سنبلې پر دریمه، سه شنبه، د قندهار ولایت د دامان ولسوالۍ سره نږدې د طالبانو د امنیتي پوستې پر وړاندې یې برید وکړ او دری غړي یې ووژل.

دغه جبهې مخکې هم ادعا کړې وه چې دوشنبه د پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو امر بالمعروف مامور او د قندهار ولایت کې یو بل غړی یې ووژه.

د طالبانو حکومت تر اوسه د متحدې جبهې د هیڅ ادعا شوي برید پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی او خاموشي یې خپله کړې ده.

#متحده\_جبهه #قندهار #طالبان #افغانستان

Author