د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې ولسمشر احمد شرع یوه تلیفوني خبرې اترې وکړې او پکې د سوریې کې د روسیې د پوځي اډو د وضعیت او د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه بحث وکړ.
کرملین اعلان وکړ چې دواړو اړخونو د حمیمیم هوایي اډې او د تارتوس د سمندري ملاتړ مرکز د جوړښت د بدلولو د تفاهم لیک اهمیت وڅیړه. تارتوس د پخواني شوروي اتحاد د سیمې بهر د روسیې یوازینۍ سمندري ملاتړي اډه ده.
پوتین د سوریې د سرزمیني بشپړتیا او د کړکیچ وروسته د بیارغونې لپاره د مسکو ملاتړ ټینګ کړ. دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د سوریې د نوي سیاسي شرایطو سره سم یو نوی قانوني او عملیاتي چوکاټ جوړ کړي.
#روسیه #سوریه #پوتین #احمد\_شرع #پوځي\_اډه