د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ده د ماموریت دوره پای ته رسېدلې ده. هغه ټینګار وکړ چې خبرې اترې یوازینۍ لاره ده.
هغه زیاته کړه چې ښځې او ځوانان د افغانستان د ښې راتلونکې په جوړولو کې مهم رول درلودلای شي. برتران وویل چې د اروپايي ټولنې تګلاره د طالبانو حکومت له رسمیت پیژندلو پرته تعامل و.
ژیل برتران د خپل ماموریت په ترڅ کې څو ځله کابل ته سفرونه وکړل او له مدني فعالانو او طالبانو چارواکو سره یې وکتل. هغه تل د ښځو پر وړاندې پر محدودیتونو نیوکې کولې.
#اروپايي_ټولنه #افغانستان #حقوق_بشر #دیپلوماسي
🌐