د افغانستان متحدې جبهې ادعا وکړه چې ځواکونو یې د بدخشان په تگاب ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې یو طالب وژلی او وسلې یې ترې نیولې دي. دا برید د سه شنبې په شپه شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا ډله تل په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو شتون ردوي او امنیتي پیښې کمې گڼي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په تیرو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي دي. د ناامنیو د راپورونو سره سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې امنیتي وضعیت سخت ساتل شوی دی.
#افغانستان

Author