د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د نړیوالو نیوکو په ځواب کې ادعا وکړه چې افغان ښځو ته اوس داسې حقوق ورکړل شوي چې په تاریخ کې سابقه نه لري. هغه د ملګرو ملتونو راپورونه بې بنسټه وبلل.

سیف الاسلام خیبر وویل چې د ښځو اساسي حقونه لکه میراث او نفقه تامین شوي دي. خو ملګرو ملتونو د طالبانو پالیسۍ د جنسیتي توپیر مصداق بللی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه شته. نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا محدودیتونه ناوړه پایلې لري.
#ښځې #بشري_حقونه #طالبان

Author