د راپورونو له مخې، د طالبانو استخباراتو هغو کورنیو ته د کورونو د تخلیې امر کړی چې د افغانستان د پخوانیو چارواکو په کورونو کې اوسېږي. سرچینو وویل دا امر د طالبانو مشر کړی دی.

پخوانیو چارواکو وویل چې طالبانو د دوی کورونه ضبط کړي دي. طالبانو مخکې د غایبو کسانو د شتمنیو د ارزونې قانون خپور کړی و.

حقوقي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا قوانین د منتقدینو پر ضد کارول کیدی شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
#بشري_حقونه #طالبان #کابل

Author