د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسف زی د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر ځای پر افغان مېرمنو باور وکړي. هغې موجوده وضعیت جنسيتي آپارتاید وباله او د طالبانو د حکومت سره د اړیکو د عادي کولو د درولو غوښتنه وکړه.brbrنوموړې ټینګار وکړ چې افغان مېرمنې باید د خپل هیواد په راتلونکي پورې اړوندو ټولو پریکړو کې حضور ولري او د نجونو د حقونو په برخه کې د هغې په وینا هیڅ ډول سازش د منلو وړ نه دی. هغې پر نړیوالو مشرانو غږ وکړ چې عملي ګامونه پورته کړي.brbrطالبانو پر افغانستان د بیا واکمنۍ راهیسې پر مېرمنو سخت محدودیتونه لګولي چې د پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.br#بشري_حقونه #ملاله_یوسف_زی #افغان_مېرمنې #طالب_حکومت

Author