په پاکستان کې امنیتي سرچینو خبر ورکړ چې د دغه هېواد وسله والو ځواکونو د چهارشنبې په سهار د طالبانو له لوري لېږل شوې اته بې پیلوټه الوتکې ویشتې دي.دا الوتکې چې د پاکستان هوایی حریم ته ننوتلې وې، د تورخم او کوهاټ په سیمو کې د دفاعي سیستمونو له خوا راپرزول شوې دي.امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.#پاکستان #تورخم #بې_پیلوټه_الوتکې #امنیت

Author