د میهن سپاهي جبهې مسؤلینو په بدخشان ولایت کې د یادې جبهې او د طالبانو حکومت د استول شوي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو راپورونه په کلکه رد کړل. دې جبهې ټینګار وکړ چې د طالبانو تر فشار لاندې نه راځي.مخکې خبري سرچینو د لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی و چې مشري یې فصیح الدین فطرت کوله ترڅو په یفتل ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره خبرې وکړي. د جبهې نظامی چارواکو وویل چې د دوی مبارزه به د هیواد تر ازادۍ پورې روانه وي.له بل لوري، د طالبانو سرچینو د دې پلاوي د استولو موخه د پولو امنیت او د مخالفو خوځښتونو ځپل بللي دي.🌐 #افغانستان #بدخشان #طالبان
د میهن سپاهي جبهې په بدخشان کې له طالبانو سره هره بڼه خبرې اترې رد کړې