د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د وسله
والو مخالفینو له وروستیو بریدونو وروسته، په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قومندان د مرستندویه ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده. په داسې حال کې چې د ازادۍ جبهې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی، د طالبانو دغه چارواکی ادعا کوي چې د مقاومت جبهه هم په کې لاس لري.
د نورستان لپاره د طالبانو امنیه قومندان، ملا اخترمحمد مزمل، له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پاکستان د دغو بریدونو لپاره له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغان ځوانان د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې نورستان ته استولي دي. هغه زیاته کړه چې ډېری بریدګر د پخواني حکومت نظامیان وو. خو پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
د طالبانو دغه قومندان، د دې ډلې د دفاع وزارت د ادعا پر خلاف، داعش په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن نه کړ، خو ادعا یې وکړه چې د ازادۍ جبهې ترڅنګ "مقاومت جبهې" هم په دغو بریدونو کې ونډه لرله. د ازادۍ جبهې مخکې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی و.
هغه د نورستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل چې د شوروي ځواکونو او جمهوري نظام پر وړاندې جګړې هم له ورته لارو د ډیورنډ له هغې غاړې پیل شوې وې. خو هغه ډاډ څرګند کړ چې مخالفین به دا ځل بریالي نه شي، ځکه د هغه په وینا، خلک یې ملاتړ نه کوي.
ښاغلي مزمل وویل چې د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج
الدین حقاني او نورو چارواکو یې غوښتي چې نورستان ته اضافي ځواکونه واستوي. هغه وړاندیز کړی چې دا ځواکونه دې له ځايي خلکو څخه استخدام شي او له پاکستان سره پر پوله پرتو ولسوالیو ته یې درې ټولي او نورو ولسوالیو ته یې یو ټولی اضافي ځواک غوښتی دی.
د طالبانو دفاع وزارت مخکې ادعا کړې وه چې په کامدیش کې نښتې د ۴۱ وسله
والو مخالفینو په وژل کېدو او د ۶۱ نورو په نیول کېدو پای ته رسېدلې دي. د نورستان امنیه قومندان په دې نښتو کې د یو شمېر طالب جنګیالیو ټپي کېدل تایید کړي دي.
سرچینه: کورنۍ رسنۍ
🌐