د بدخشان ولایت ځايي سرچینې وايي، د سرو زرو د یوه کان د کنټرول پر سر د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، له غرمې مخکې د بدخشان په شیوه ولسوالۍ کې د «اندرابیانو» په سیمه کې رامنځته شوه.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، نښته د طالبانو د یوه بدخشاني قوماندان ډاکټر فضل الله د پلویانو او د طالبانو د یوې غیر بدخشاني (پښتون) ډلې ترمنځ شوې ده. سرچینو ویلي، چې ډاکټر فضل الله د ځايي خلکو په ملاتړ له دې ډلې سره ښکېل شوی او ساتونکو یې د طالبانو پنځه غړي بې وسلې کړي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي رسنیو ته په یوه ویډیو کې تایید کړې چې په دې نښته کې یو پلار او زوی ټپیان شوي دي. له دې لنډې نښتې وروسته په سیمه کې وضعیت خورا کړکېچن بلل شوی او له ارغنجخواه ولسوالۍ څخه سیمې ته نور طالب ځواکونه استول شوي دي.
د بدخشان په شیوه ولسوالۍ کې، په ځانګړې توګه د اندرابیانو په سیمه کې، د سرو زرو د کانونو پر سر تاوتریخوالی له څه مودې راهیسې روان دی. ځايي اوسېدونکي له سیمې څخه د طالبانو پورې تړلو شرکتونو او کسانو د وتلو غوښتنه کوي.
په بدخشان کې د طالبانو حکومت یو شمېر ځايي خلک د جواز نه لرلو په پلمه له کانونو استخراج څخه منع کړي دي. د طالبانو دغه اقدام د کانونو پر سر شخړې ته قومي رنګ ورکړی او د بدخشاني او پښتنو طالبانو ترمنځ یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.
ډاکټر فضل الله د طالبانو له تاجک توکمه بدخشاني قوماندانانو څخه دی چې اوسمهال د دې ډلې په جوړښت کې کوم رسمي موقف نه لري، خو ویل کېږي چې د شیوې د سرو زرو د کان ځینې برخې په خپل کنټرول کې لري او هلته د سرو زرو استخراج کوي.
دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې رامنځ ته کېږي چې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې هم د یوه کان د کنټرول پر سر د طالبانو ترمنځ ورته نښته شوې وه، چې په هغې کې هم یو تن ټپي شوی و. د هېواد په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په بدخشان کې، د طبیعي زېرمو او د کانونو د عوایدو پر سر د طالبانو ترمنځ کورنۍ جګړې د دې ډلې لپاره پر یوې جدي ننګونې بدلې شوې دي.
سرچینه: Afghanistan International
🌐