د هند سینما اداکارې، ریچا چډا، د انټرنیټي ټرولانو په وړاندې د کټرینا کیف او نورو ښځینه اداکارانو په دفاع کولو سره، د "بدن شرمولو" (body-shaming) پدیدې باندې سخته نیوکه کړې ده.
کټرینا کیف د خپل ماشوم له زیږون وروسته او په عامه محضر کې له راڅرګندیدو وروسته، د خپل بدن د وضعیت په اړه د آنلاین ټرولانو د سپکاوي ډکو تبصرو هدف وګرځېده. اوس ریچا چډا، چې پخپله هم په ۲۰۲۴ کال کې مور شوې، د «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې په هغو ټرولانو برید کړی چې ښځینه اداکارانې له مور کیدو وروسته په نښه کوي.
ریچا چډا وویل چې دا ډول ټرولونه د عامو خلکو لخوا کیږي، نه د فلم صنعت له دننه څخه. هغې د سینما صنعت څخه په دفاع وویل چې اداکاران عموما هغو ښځو ته درناوی لري چې د مور او مسلک ترمنځ توازن ساتي.
هغې په ډاګه وویل: «زه فکر نه کوم چې ښځې باید د هر هغه چا خبرو ته غوږ ونیسي چې د دوی د بدن په اړه تبصره کوي. دا د هند عام سړی دی چې بدرنګه، کل او بده ګیډه لري او فکر کوي چې د کټرینا کیف یا ایشوریا رای په اړه تبصره کول به د هغه ژوند ښه کړي. دا ډېره مسخره ده. زه دا واقعا بې ګټې ګڼم او په صادقانه توګه فکر کوم چې دا حتی په رسنیزو بحثونو کې هم د خورا کم ځای مستحق دی.»
چډا ټینګار وکړ چې په ټولنیزو شبکو کې نوم پټول دغو کسانو ته جرئت ورکوي چې د کټرینا کیف او ایشوریا رای په څېر ښځینه ستورې په نښه کړي. هغې زیاته کړه چې د سینما صنعت د هغو ښځو ډېر ملاتړی دی چې هم میندې دي او هم خپل مسلک ته دوام ورکوي، او د مادهوري دکشیت، جوهي چاولا، راني موکرجي او سونالي بیندرې په څېر بریالۍ اداکارانې یې د بېلګې په توګه یادې کړې.
د هغې څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه لرلي او ډیری کاروونکو او مشهورو شخصیتونو د آنلاین ځورونې او د بدن شرمولو کلتور پروړاندې د هغې د کلک دریځ ملاتړ کړی دی.
سرچینه: انډیا ټوډې
🌐